EnglishKabulافغانستانامنیت

د افغانستان بانک: زاړه بانکنوټونه په مرکزي او سوداګریزو بانکونو کې بدلېږي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-20 10:48:50🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان بانک وایي، خلک کولای شي د افغانۍ زاړه بانکنوټونه په مرکز او ولایتونو کې د دغه بانک څانګو او سوداګریزو بانکونو ته وسپاري او په بدل کې یې سالم بانکنوټونه ترلاسه کړي. د افغانستان بانک د نن ورځې په اعلامیه کې د هغو بانکنوټونو بېلګې او ځانګړنې هم په ګوته شوي چې زاړه بلل کېږي. د اعلامیې له مخې، هغه بانکنوټونه چې د ډېرې کارونې له امله یې ظاهري بڼه بدله شوې وي، یوه برخه یې پرې شوې وي، ډېر څه پرې لیکل شوي وي او یا یې امنیتي نښې تر ډېره له منځه تللې وي، خو اصلي‌والی یې د پېژندلو وړ وي، زاړه او د بدلېدو وړ بانکنوټونه بلل کېږي. دغه راز، د دغه بانک له لوري د خپاره شوي انځوریز لارښود له مخې هغه بانکنوټونه چې د ډېرې کارونې له امله زاړه او نرم شوي وي او د پیسو د شمېرلو په ماشینونو کې د شمېرلو وړ نه وي، او همدارنګه هغه بانکنوټونه چې څو ځایه څېرې شوي او بېلابېلې برخې یې په چسپي پټه رغول شوې وي، زاړه بانکنوټونه بلل کېږي. د افغانستان بانک ټینګار کړی چې د دغه ډول بانکنوټونو لرونکي کولای شي خپل بانکنوټونه په مرکز او ولایتونو کې د دغه بانک څانګو او ټولو سوداګریزو بانکونو ته وسپاري او په بدل کې یې سالم بانکنوټونه ترلاسه کړي….

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-20 10:48:50

Timeline

  1. Pajhwok

    د افغانستان بانک: زاړه بانکنوټونه په مرکزي او سوداګریزو بانکونو کې بدلېږي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-20 15:16:45

د افغانستان بانک: زاړه بانکنوټونه په مرکزي او سوداګریزو بانکونو کې بدلېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button