Summary: د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار، د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د ګډې کاري ډلې (JWG) او بینالحکومتي شورا (IGC) په ناستو کې چې د قرغزستان په بشکیک ښار کې جوړې شوې وې؛ ګډون او وینا کړې ده. د افغانستان برېښنا شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالحق همکار، په خپله وینا کې د سیمهییزې انرژۍ سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د یادې پروژې پر ستراتیژیک اهمیت خبرې وکړې او د اضافي تمویل برابرول، د ساختماني چارو چټکول، د شته خنډونو لرې کول او د ګډو پرېکړو عملي تعقیب یې له اساسي لومړیتوبونو څخه وبلل.په یادو ناستو کې د غړیو هېوادونو، نړیوال بانک او نورو تمویلوونکو بنسټونو استازو، د ساختماني چارو پرمختګ، د مخابراتي سیګنال پیاوړتیا او تکرار دستګاوو (Repeater Stations) د نصب او بشپړولو، پروژې د عملیاتي چمتووالي (Operational Readiness)، د فعالیت او ګټې اخیستنې مسئولیتونو د ټاکلو، څارنې او مخابراتي سیسټمونو او سوداګریزو فعالیتونو د پیل لپاره د اړینو اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.د افغانستان پلاوي د پاتې چارو بشپړولو لپاره د اضافي مالي سرچینو د برابرولو پر اړتیا ټینګار کړی او د نړیوال بانک مسئولينو هم د اړتیا وړ مالي سرچینو برابرولو د امکاناتو ارزونې خبر ورکړی دی.د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس، د افغانستان برېښنا شبکې اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو ته په پام کې نیولو سره، د سیمهییزې همکارۍ پر پیاوړتیا او د کاسا-۱۰۰۰ پروژې پر ژر بشپړېدو ټینګار کړی دی.د کاسا -۱۰۰۰ پروژه له مرکزي آسیا څخه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا لېږد په موخه طرحه شوې ده. د دې پروژې بشپړېدل کولای شي د انرژۍ د سوداګرۍ په پراختیا او د سیمهییزې برېښنا د لېږد مسیر په توګه د افغانستان د دریځ په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس د کاسا -۱۰۰۰ پروژې پر ژر بشپړېدو ټینګار وکړ
سرچینې
Afghan sources
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس د کاسا -۱۰۰۰ پروژې پر ژر بشپړېدو ټینګار وکړ