Summary: د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار په مشرۍ پلاوي، ازبکستان ته د خپل سفر په بهير کې؛ د ياد هېواد د برېښنايي تجهیزاتو له یو شمېر مخکښو تولیدي شرکتونو او صنعتي مرکزونو څخه لیدنه کړې ده. د افغانستان برېښنا شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لیدنې پر مهال د ازبکستان د برېښنايي تجهیزاتو جوړولو شرکتونو مسئولینو ويلي چې یادې فابریکې د برېښنا د لېږد او وېش لپاره اړین تجهیزات (د لوړ او منځني ولتاژ کیبلونه، سویچګیرونه، د سبسټېشن تجهیزات، هوښیار اندازهګیري، د ریلې ساتنې سیسټمونه، کنټرول پینلونه او د برېښنا ټرانسفارمرونه) د نړیوالو معیارونو مطابق تولیدوي او د کورني بازار ترڅنګ خپلو محصولاتو ته د صادراتو پراخ بازارونه هم لري. افغان پلاوي د تاشکند د هوښیار برېښنايي سیسټم او د برېښنا د څارنې او کنټرول له دولتي مرکز څخه هم لیدنه کړې او د مرکز مسئولینو د برېښنا شبکې د هوښیار مدیریت، د مصرف آنلاین څارنې، د شبکې د بار کنټرول، د انرژۍ د ضایعاتو راکمولو او د برېښنا د وېش د عصري ټکنالوژۍ په اړه هر اړخیز معلومات ورکړي او د تجربو شریکولو ته یې چمتووالی ښودلی دی. د افغانستان برېښنا شرکت مسئولینو ټینګار کړی چې د برېښنا انرژۍ د تولید په برخه کې، د افغانستان د برېښنا سکټور د عصري کولو، د تجهیزاتو کیفیت لوړولو، د هوښیارو برېښنايي سیسټمونو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي او صنعتي همکاریو د لا پراختیا لپاره بايد د ازبکستان له تجربو څخه ګټه واخیستل شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د افغانستان برېښنا شرکت پلاوي د ازبکستان د برېښنايي تجهیزاتو له سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه
Sources
Afghan sources
د افغانستان برېښنا شرکت پلاوي د ازبکستان د برېښنايي تجهیزاتو له سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه