کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو وروستي بریدونه غندلي او له ښکېلو لورو یې غوښتي چې د تاوتریخوالي له زیاتولو ډډه وکړي. دغه وزارت نن (دوشنبه) د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې پر ریاض او د سعودي عربستان پر نورو هوايي ډګرونو د وروستیو بریدونو له امله ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. په اعلامیه کې راغلي: «پر ریاض او د سعودي عربستان پر نورو هوايي ډګرونو وروستي بریدونه چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې، ډېر د خواشینۍ وړ دي. موږ د ملکي وګړو پر ژوند او خوندیتوب هر ډول برید غندو.» د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د تاوتریخوالي زیاتوالی او د جګړو پراخېدل د ټولې سیمې امنیت او ثبات ګواښي. دغه وزارت له ټولو لورو غوښتي چې له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې وضعیت لا پسې کړکېچن کوي او د تاوتریخوالي د کمولو او د ملکي وګړو د امنیت ټینګښت لپاره اړین ګامونه واخلي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو بریدونه وغندل
سرچینې
Afghan sources
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو بریدونه وغندل