Kabulافغانستانامنیتپښتو

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پر مکې مکرمې د برید هڅه وغندله — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-17 04:22:02🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پر مکې مکرمې د برید هڅه غندلې او ویلي یې دي چې د دغو مقدسو اماکنو امنیت، حرمت او تقدس باید د هر ډول شخړې، تاوتریخوالي او پوځي اقداماتو له اغېزو خوندي وساتل شي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې مکې مکرمې ته څېرمه د ډرون برید هڅې په اړه خپرو شوو راپورونو د دغه وزارت ژوره اندېښنه راپارولې او د حرمینو شریفینو پر لور هر ډول اقدام چې د دغو سپېڅلو اماکنو امنیت او حرمت ته ګواښ پېښوي، یو نه بښونکی جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي. یاد وزارت لیکلي، حرمین شریفین د اسلامي امت ګډ سپېڅلي او د درناوي وړ مقدسات دي؛ د دغو مقدساتو امنیت، حرمت او تقدس باید د هر ډول شخړې، تاوتریخوالي او پوځي اقداماتو له اغېزو خوندي وساتل شي. سرچینه زیاتوي، د حرمینو شریفینو پر لور هر ډول ګواښ، د مسلمانانو ژور احساسات راپاروي او د سیمې د لا زیاتې بې‌ثباتۍ سبب ګرځي. دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف ویلي، د دغه هېواد هوايي دفاعي ځواکونو د سه‌شنبې په ماښام د مکې سوېل ته د حوثیانو یوه بې‌پیلوټه الوتکه د دغه ښار ممنوعه هوايي حریم ته له ننوتو مخکې نسکوره کړې ده. د دغه ايتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي، دا…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-17 04:22:02

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پر مکې مکرمې د برید هڅه وغندله

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-17 08:49:27

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پر مکې مکرمې د برید هڅه وغندله

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button