Kabulافغانستانامنیتدری

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-21 13:54:25🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپېهوایي بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د دغه هېواد شارژدافیر احضار کړی او د احتجاج‌ليک یې ورته سپارلی دی. د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د کونړ په نورګل او د پکتیکا پر برمل ولسوالیو هوایي بریدونه وکړ چې له امله یې په کونړ یوه ښځه او دوهنارینه شهیدان او دوه نارینه او دوه ښځینه ټپیان شول خو په پکتیکا کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې یې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د پاکستاني پوځ له لوري دافغانستان د هوايي حریم د نقض او په کنړ او پکتیکا ولایتونو کې پر ملکي سیمو او تأسیساتو د هوايي بریدونو په اړه یې احتجاج لیک ورته سپارلی دی. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې: «د افغانستان اسلامي امارت دغه بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقضبولي او په کلکو ټکو یې غندي. اسلامي امارت یو ځل بیا هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې ګواکې په پاکستان کې وروستۍ امنیتي پېښې دافغانستان له خاورې سرچینه اخلي.» سرچینه زیاتوي، د افغانستان اسلامي امارت باور لري چې د دا ډول بې‌بنسټه ادعاوو مطرح کول او د هغو پر بنسټ د پوځي اقداماتوتوجیه کول،…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-21 13:54:25

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-21 18:22:51

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button