د پاکستان په اسلاماباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست، د سیمې او نړۍ لپاره د افغانستان د ثبات او امنیت پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل: یو امن او باثباته افغانستان د جیوپولیټیکو سیالیو د ډګر پر ځای، د سیمهییزې نښلونې او د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر یوه پله بدلیدلی شي. ایرنا خبری آژانس د طلوع نیوز له قوله راپور ورکړی دی ، په پاکستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست سردار احمد شکیب په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د پنځمې کلیزې په مراسمو کې وویل چې د افغانستان اوسنی ثبات یوازې د دغه هېواد د خلکو په ګټه نه دی، بلکې د سیمهییزې نښلونې او اقتصادي همکاریو لپاره پراخ فرصتونه هم برابرابرولی شي. هغه د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په اشارې سره زیاته کړه چې یو امن او باثباته افغانستان کولای شي د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي. د افغانستان د سفارت سرپرست ټینګار وکړ،د کابل لیدلوری دا دی چې افغانستان باید د جیوپولیټیکي سیالیو پر ډګر د بدلېدو پر ځای، د سیمهییزې نښلونې، سوداګرۍ، ترانزیټ، خبرو اترو او همکاریو پر یوه ارتباطي پله بدل شي. هغه له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان سره اړیکې هم…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی