EnglishSportsافغانستانلوګر

د افغانستان دوه ورزشکاران په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره قرغیزستان ته… — AF International

DevelopingSportsلوګر1 SourcesUpdated: 2026-08-28 17:35:53🎙 Listen to radio

د افغانستان د زورخانه يي لوبو دوه کسیزه ډله په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره د قرغیزستان پلازمېنې بشکیک ته ولاړه. دغه سیالۍ د اګست له ۲۸مې د سپټمبر تر۷مې د څه باندې ۴۰ هېوادونو د لوبغاړو تر منځ کیږي. افغان لوبغاړي به له ۹۰ کیلوګرامه څخه پورته وزن کې خپل زور ازمويي. د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې له نهو لوبغاړو سره برخه اخیستې وه. له دې ډلې شپږو لوبغاړو د مبارزې یا کیوروګي او درېیو لوبغاړو د پومسې په برخو کې سیالۍ وکړې. د سیالیو لړۍ د تېرې دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) پیل شوې وه. د پومسې سیالۍ په لومړۍ ورځ ترسره شوې، په داسې حال کې چې د کیوروګي سیالۍ د زمري په ۲۷مه، ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې. په پومسه برخه کې سیدرضا اکبري، عبیدالله شیرزي او محمدګل محمدي د افغانستان استازي وو. د دغو سیالیو په پای کې محمدګل محمدي وتوانېد چې د برونزو مډال وګټي. عبیدالله شیرزي هم د فورمونو په ښه او اغېزناک ترسره کولو سره غوره وړتیا وښوده او د «غوره فعالیت» جایزه یې ترلاسه کړه. د مبارزې یا کیوروګي په برخه کې د افغانستان ملي لوبغاړو ونه‌شوای کولای چې مډال وګټي. احسان رحیمي، حکمت‌الله زین، عذیر رشید، محمد اشرف شکران، امید سهاک او علي‌اکبر امیري د کیوروګي په برخه کې د افغانستان استازي وو…

Quick facts

Locationلوګر
TopicSports
Sources1
Updated2026-08-28 17:35:53

Timeline

  1. AF International

    د افغانستان دوه ورزشکاران په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره قرغیزستان ته ولاړل

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-28 16:00:37

د افغانستان دوه ورزشکاران په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره قرغیزستان ته ولاړل

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button