EnglishPoliticsافغانستان

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر د ایران د نیرو له وزیر… — Bakhtar

DevelopingPolitics1 SourcesUpdated: 2026-10-07 17:58:36🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس آخندزاده، نن د ایران اسلامي جمهوریت د نیرو له وزیر عباس علي ‌آبادي او مل پلاوي سره کتلي دي. باختر اطلاعاتي اژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د دواړو مسلمانو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اوبو او انرژۍ په سکټورونو کې د همکاریو پر پراختیا، د یو بل له مثبتو تجربو څخه د استفادې او په افغانستان کې د انرژۍ تولید، انتقال او توزېع په برخه کې د پانګونې شته فرصتونو په اړه خبرې شوې دي. د کتنې په پای کې، د ایران اسلامي جمهوریت د نیرو وزیر، د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر ته بلنه ورکړې چې ایران ته سفر وکړي او د دغه هېواد د اوبو او انرژۍ سکټور له شته وضعیت څخه لیدنه وکړي.

Quick facts

TopicPolitics
Sources1
Updated2026-10-07 17:58:36

Timeline

  1. Bakhtar

    د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر د ایران د نیرو له وزیر سره وکتل

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-07 15:05:14

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر د ایران د نیرو له وزیر سره وکتل

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button