DevelopmentEnglishKabulافغانستان

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي ريیس په کابل کې د ایران… — Pajhwok

DevelopingDevelopmentKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-30 10:43:52🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي ريیس په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدلي او دواړو لورو د اوسپنې پټلۍ برخه کې د همکاریو او یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي. د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیکدلي د يادې ادارې له نوي عمومي ريیس مولوي عبدالکریم فاتح سره کتلي دي. سرچینې د بیکدلي له قوله ویلي چې یو شمېر ایراني او بهرني پانګه‌وال د بلخ ـ هرات د اوسپنې پټلۍ په جوړولو کې پانګونې ته لېوالتیا لري. د هغه په خبره، اوس مهال هره میاشت شاوخوا ۱۲۰ زره مټریک ټنه مالونه د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ له لارې لېږدول کېږي او هڅې روانې دي چې دغه کچه په راتلونکي کې ۱۶۰ زره مټریک ټنو ته لوړه شي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي ريیس د اوسپنې پټلۍ برخه کې د ایران د همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي چې اوس مهال په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره مناسب شرایط برابر دي. فاتح زیاته کړې چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره چمتو ده چې په دې برخه کې د بهرنیو پانګه‌والو ملاتړ وکړي. د لیدنې په پای…

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-08-30 10:43:52

Timeline

  1. Pajhwok

    د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي ريیس په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-30 15:12:53

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي ريیس په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button