EconomyKabulافغانستانپښتو

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د ایکو سازمان په غونډه کې… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-14 04:57:01🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۵): د اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه‌ییزه غونډه کې د ګډون لپاره د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ قزاقستان ته تللی. د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس مولوي عبدالکریم فاتح به په یاده غونډه کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ د اوسني وضعیت، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه وینا وکړي. هغه زیاته کړې چې فاتح به د دې غونډې په څنډه کې د ایکو سازمان د غړو هېوادونو له استازو سره د سیمه‌ییز اتصال د پراختیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي. د ده په وینا، تمه کېږي چې په دې غونډه کې د افغانستان ګډون به د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا، پانګونې د راجلبولو او د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-14 04:57:01

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د ایکو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړ

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-14 09:25:43

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د ایکو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button