EconomyKabulافغانستانپښتو

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د «ایکو» غونډه کې د سیمه‌ییز… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-17 16:37:05🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس په قزاقستان کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په څوارلسمه سیمه‌ییزه غونډه کې د ګډون ترڅنګ، د قزاقستان، اوزبېکستان، پاکستان او ایران له استازو سره د اوسپنې پټلۍ د پروژو، سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس مولوي عبدالکریم فاتح د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د قزاقستان په آستانه ښار کې د ایکو په څوارلسمه سیمه‌ییزه غونډه کې ګډون کړی دی. سرچینې ویلي، په دې غونډه کې د اوسپنې پټلۍ د نویو پروژو، د انتقالاتو د زیاتوالي، د غړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږد بهیر د ډیجیټلي کولو او د سوداګرۍ او ترانزیټ د اسانتیاوو په اړه بحثونه شوي دي. د معلوماتو له مخې، د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ دهلېز او د بلخ – هرات – کندهار اوسپنې پټلۍ پروژې هم د غونډې د بحثونو برخه وې. د سیمه‌ییز اتصال او اوسپنې پټلۍ پروژې د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس په خپله وینا کې د افغانستان ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت ته په اشارې، د اوسپنې پټلۍ د پراختیا او سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی. هغه ویلي، افغانستان اوسمهال شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره فعاله اوسپنیزه شبکه لري او هر کال نږدې پنځه…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-17 16:37:05

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د «ایکو» غونډه کې د سیمه‌ییز اتصال او ترانزیټ پر پراختیا خبرې کړې

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-17 21:05:57

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د «ایکو» غونډه کې د سیمه‌ییز اتصال او ترانزیټ پر پراختیا خبرې کړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button