ملګرو ملتو د جرمونو د مخنیوي او د نړیوال امنیت د تأمین لپاره د افغانستان د بحرانونو هوارول اړین وبلل د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې ګڼ بحرانونه او لګېدلي محدودیتونه د دغه هېواد زیانمنئ لا ژورې کړې دي او د جرمونو، زبیښاک او بېثباتۍ د زیاتېدو لپاره ئې زمینه برابره کړې ده. د ملګرو ملتو دغه دفتر پرون په ټولنیز چینل «ایکس» کې پخپلې یوې اعلامیې کې وئيلی دي ، د کډوالو جبري بېرته ستنول، د بشري مرستو کمېدل، او د ښځو او نجونو پر حقوقو لګېدلي محدودیتونه له هغو عواملو څخه دي چې په افغانستان کې شته زیانمني ئې لا پسې زیاتې کړې دي. د ملګرو ملتو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر همدارنګه د کوکنارو پر کرکېلې ولاړ د کلیوالي اقتصاد زوال ته اشاره کړې او هغه ئې د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت له اغېز کوونکو نورو دباؤنو بللی دی. په دغې اعلامیې کې ټینګار شوی چې د دغو ننګونو هوارول نه یوازې د افغانستان د راتلونکي لپاره، بلکې د سیمهییز او نړیوال امنیت لپاره هم اړین دي. تر دې مخکې، د ملګرو ملتو د بشري حقوقو عالي کمېشنر ولکر ترک په افغانستان کې د بشري حقوقو د وضعیت په…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
د افغانستان د بحرانونو هوارول د نړیوال امنیت لپاره اړین دي
Sources
External sources
د افغانستان د بحرانونو هوارول د نړیوال امنیت لپاره اړین دي