KabulPoliticsافغانستانپښتو

د افغانستان د بدن ښکلا او فیټنس ملي فدراسیون مرستیال د نړۍوالې لوبڅارۍ… — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-26 10:02:03🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د بدن ښکلا او فیټنس ملي فدراسیون وایي، د دغه فدراسیون تخنیکي او مسلکي مرستیال مصدق شهیم د نړۍوالې لوبڅارۍ جواز ترلاسه کړ. د افغانستان د بدن ښکلا او فیټنس ملي فدراسیون نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه فدراسیون تخنیکي او مسلکي مرستیال استاد مصدق شهیم د بدن ښکلا او فیټنس د ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو په څنډه کې د نړۍوالې داورۍ یا لوبڅارۍ جواز ترلاسه کړی دی. د بدن ښکلا او فیټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالۍ د ټایلنډ په بنکاک ښار کې روانې دي. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ویلي چې په دغو سیالیو کې تېره ورځ درېیو افغان ورزشکارانو، بیت‌الله ځدراڼ په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلوګرامه وزنونو کې درې د سپینو زرو مډالونه ګټلي دي. سرچینه زیاتوي چې احمدسیر سلطاني په مثبت ۷۵ او احمدضیا کریمي په ۷۰ کیلوګرامه وزنونو کې د خپلو وزنونو څلورم مقامونه خپل کړي دي. په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ د بدن ښکلا او فیټنس ۱۳کسیزه لوبډله ګډون لري. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د ټایلنډ هېواد په بنکاک ښار کې د ۲۴ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په ۲۲مه پیل شوې او تر ۲۸مې نېټې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-09-26 10:02:03

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د افغانستان د بدن ښکلا او فیټنس ملي فدراسیون مرستیال د نړۍوالې لوبڅارۍ جواز ترلاسه کړ

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-26 14:31:58

د افغانستان د بدن ښکلا او فیټنس ملي فدراسیون مرستیال د نړۍوالې لوبڅارۍ جواز ترلاسه کړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button