Politicsافغانستاندریننګرهار

د افغانستان د جلال‌اباد ښاروالۍ د لسګونو میلیونو افغانیو په ارزښت رغنیزې پروژې پیل کړې

در حال تکمیلPoliticsننګرهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-23 09:01:51🎙 رادیو را بشنوید

د افغانستان د ننګرهار ولایت د جلال آباد د ښاروالۍ چارواکي وائي، د دغو پروژو پلې کېدل به د ښاري پراختیا او زرغونتوب لامل شي. دا یوولس پروژې د جلال‌اباد ښار په شپږو ناحیو کې پلې کېږي. زمونږخبریال دافغانستان له ننګرهاره راپور راکوي، د جلال‌اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري چارو مشر انجنیر وحیدا… مخلص د دې پروژو د پیل په مراسمو کې وویل، پر دې یوولسو رغنیزو پروژو یو سل او لس میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د ملګرو ملتونو د کارزېږولو ادارې له لوري ورکول کېږي. مخلص وویل، په دغو پروژو کې د فرعي سړکونو، ویالو، کوڅو، پارکونو او اوبو کانالونو جوړول شامل دي. د جلال‌اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري چارو مشر وویل، د ملګرو ملتو یادې ادارې ښاروالۍ ته د پلي کېدو په موخه څلوېښت رغنیزې پروژې ورکړې، چې دا ئې لومړنۍ برخه ده او په هغو سیمو کې پلې کېږي چې لا د ښار په ماسټر پلان کې نه دي شاملې شوې. نور بشپړ راپور زمونږ د همکار له خولې آورو.

اطلاعات کوتاه

مکانننګرهار
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-23 09:01:51

خط زمانی

  1. Parstoday

    د افغانستان د جلال‌اباد ښاروالۍ د لسګونو میلیونو افغانیو په ارزښت رغنیزې پروژې پیل کړې

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-23 08:54:16

د افغانستان د جلال‌اباد ښاروالۍ د لسګونو میلیونو افغانیو په ارزښت رغنیزې پروژې پیل کړې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button