EconomyEnglishKabulافغانستان

د افغانستان د سوداګرۍ خونې او د چین د شینګدائو نندارتون مرکز ترمنځ… — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-10 07:07:20🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د چین د شینګدائو نړۍوال نندارتون له مرکز سره یې د سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د نندارتونونو جوړولو او ګډو غونډو ترسره کولو په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی. یادې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هوکړه‌لیک د تولیدي ماشینونو د نړۍوال نندارتون په څنډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یو شمېر مسوولینو او افغان سوداګرو په حضور کې لاسلیک شوی دی. د هوکړه‌لیک له مخې، چیني تولیدوونکي او سوداګر، په ځانګړي ډول د صنعتي ماشینونو جوړوونکي به د امام ابوحنیفه په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او خپلې نوي ماشین‌الات او تجهیزات به د بازارموندنې، د خپلو تولیداتو د معرفۍ او په افغانستان کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه نندارې ته وړاندې کړي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې زیاته کړې چې دغه هوکړه‌لیک د افغانستان او چین د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د لا ډېرو فرصتونو د رامنځته کولو په موخه لاسلیک شوی دی.

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-07-10 07:07:20

Timeline

  1. Pajhwok

    د افغانستان د سوداګرۍ خونې او د چین د شینګدائو نندارتون مرکز ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-10 10:54:28

د افغانستان د سوداګرۍ خونې او د چین د شینګدائو نندارتون مرکز ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button