EconomyKabulافغانستاندری

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال او د روسیې سفیر د اقتصادي اړیکو… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-04 06:55:03🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خدمتونو مرستیال په کابل کې د روسیې له سفیر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د پانګونې د فرصتونو پر زیاتوالي او سوداګرو ته د اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې، د یادې خونې د خدمتونو مرستیال عنایت‌الله صدیق‌زي په کابل کې د روسیې سفارت له لوري د دغه هېواد د ملي یووالي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون کړی دی. سرچینې لیکلي چې صدیق‌زي د یادو مراسمو په څنډه کې په افغانستان کې د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره کتلي دي. سرچینه زیاتوي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، د پانګونې د فرصتونو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي، د اقتصادي همکاریو د نویو فرصتونو پر پېژندلو او د افغان او روسي سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر پراختیا هم ټینګار شوی دی.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-04 06:55:03

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال او د روسیې سفیر د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-04 11:23:01

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال او د روسیې سفیر د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button