EconomyEnglishKabulافغانستان

د افغانستان د سوداګرۍ خونې پلاوي د ترکمنستان د پانګونې په درېیم فورم… — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-03 09:57:48🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د دې خونې یوه پلاوي د ترکمنستان د پانګونې په درېیم نړۍوال فورم کې ګډون کړی او هلته يې د پانګونې فرصتونو، اقتصادي ظرفیتونو او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، دغه فورم د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد ښار کې جوړ شوی و. سرچینه وایي، د افغانستان پلاوي مشري د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رييس سیدکریم هاشمي کوله او دغه پلاوي د ترکمنستان د اقتصاد وزارت په رسمي بلنه په فورم کې ګډون کړی و. د خبرپاڼې له مخې، په پلاوي کې د ولایتي خونو د چارو مرستیال فیض‌احمد خوافي، د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال میراجان سلیمان‌خېل، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رييس محمدیونس قاضي‌زاده، د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونې ريیس عبدالله نوري او د بلخ د سوداګرۍ خونې یو شمېر مسوولین شامل وو. همداراز، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر سوداګرو او پانګه‌والو هم په دغه فورم کې ګډون کړی و. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په دغه نړۍوال فورم کې د بېلابېلو هېوادونو رسمي پلاوو، د اقتصادي او سوداګریزو بنسټونو استازو، سوداګرو او پانګه‌والو ګډون کړی و او د…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-10-03 09:57:48

Timeline

  1. Pajhwok

    د افغانستان د سوداګرۍ خونې پلاوي د ترکمنستان د پانګونې په درېیم فورم کې ګډون وکړ

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-03 14:26:38

د افغانستان د سوداګرۍ خونې پلاوي د ترکمنستان د پانګونې په درېیم فورم کې ګډون وکړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button