د افغانستان د سړکونو شبکې ټول اوږدوالی څه باندې ۲۴۵ زره کيلومتره تثبيت… — Pajhwok
کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وایي، په لومړي ځل د افغانستان د سړکونو شبکې ارزونه شوې چې له مخې یې د سړکونو ټول اوږدوالی ۲۴۵ زره او ۷۲ کیلومتره تثبیت شوی دی. د احصايې او معلوماتو عمومي ادارې نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د یادې ادارې د جغرافيايي معلوماتو د انسجام او تحليل له لارې په لومړي ځل د افغانستان د سړکونو شبکې ارزونه کړې چې له مخې یې د سړکونو ټول اوږدوالی ۲۴۵ زره او ۷۲ کيلومتره تثبيت شوی دی. سرچینه زیاتوي، د دې ادارې د جغرافيايي معلوماتو عمومي رياست د ارزونې او تحلیل پر اساس، د سرکونو د ټولې شبکې ۱۸ زره او ۲۴۱ کيلومتره (٪۷٫۴) پاخه او ۲۲۶ زره او ۸۳۱ کيلومتره (٪۹۲٫۶) خام سړکونه دي. اعلامیه کې راغلي، دا ارزونه د هېواد د سړکونو شبکې په اړه د يوه هر اړخيز او واحد انځور د چمتو کولو په موخه ترسره شوې ده. سرچینې لیکلي، د سړکونو شبکې معلومات له بېلابېلو سرچينو، لکه ټولګټو وزارت، د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت، د (OSP) نړۍوالې ډېټا له سايټ او د سپوږمکۍ انځورونو د فضايي سروې له لارې راټول او تحليل شوي دي. د دې ارزونې د موندنو له مخې، د سړکونو شبکې لويه برخه لا هم خام سړکونه تشکيلوي او د پخو سړکونو د کچې او برخې له مخې د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د افغانستان د سړکونو شبکې ټول اوږدوالی څه باندې ۲۴۵ زره کيلومتره تثبيت شوی
سرچینې
Afghan sources
د افغانستان د سړکونو شبکې ټول اوږدوالی څه باندې ۲۴۵ زره کيلومتره تثبيت شوی