د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ترهګرۍ او نشهايزو توکو د قاچاق پر وړاندې د دافغانستان د طالبانو د حکومت هڅې د سیمې له امنیتي ګټو سره همغږې دي. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» د افغانستان او مینځنۍ اسیا د امنیت په اړه د ډلهییز امنیتي تړون موسیسې ، د خپلواکو حکومتونو ګډو ګټو د ټولنې او د شانګهای د ملګرتیاموسییسې په ګډ کنفرانس کې،پخپلې وینا کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د اوسني واقعیت په توګه باید د طالبانو واکمني په پام کې ونیول شي او د کابل له چارواکو څخه بهرنی ملاتړ پیاوړی شي. هغه په دې غونډه کې وویل:مونږ پر دې بنسټ عمل کوو چې د طالبانو حکومت یو واقعیت دی او باید په پام کې ونیول شي. د نړۍ مخ پر زیاتېدونکی شمېر هېوادونه هم دغه واقعیت ته متوجه کېږي. په سیاسي ډګر کې مونږ هڅه کوو چې د کابل له چارواکو او د هغوی له هغو هڅو څخه بهرنی ملاتړ پیاوړی کړو چې په عیني ډول د سیمې له امنیتي ګټو سره همغږې دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د داعش د خراسان څانګې په دغې برخې کې تر ټولو ستر ګواښ وباله او زیاته ئې کړه: «د داعش سیمهییزه څانګه په ښکاره ډول هڅه کوي چې په افغانستان کې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
د افغانستان د طالبانو هڅې د سیمې له امنیتي ګټو سره همغږې دي
منابع
External sources
د افغانستان د طالبانو هڅې د سیمې له امنیتي ګټو سره همغږې دي