EnglishKabulPoliticsافغانستان

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د استاد حبیب الله رفیع د ښه راغلاست… — Bakhtar

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-14 19:22:46🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو ژبې په نړیوال مرکز کې، د هېواد نوموتي (لیکوال، شاعر او ادیب استاد حبیب الله رفیع ته ښه راغلاست) تر سرلیک لاندې علمي – کلتوري غونډه ترسره شوه. باختر اطلاعاتي اژانس ته د افغانستان علومو اکاډمۍ د معلوماتو له مخې؛ د غونډې په پيل کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي ـ تخنیکي علومو مرستيال مفتي امیرجان ثاقب، ویلي دي: "د افغانستان اسلامي امارت د خپلو لیکوالانو، ادیبانو او پوهانو قدرداني کوي او هغه کاذب تبلیغات چې بهرنیو رسنیو د اسلامي امارت پر خلاف کول؛ هغه ټول رد شوي دي ځکه اوس خلکو ته روښانه شوې چې په افغانستان کې د ټولو قدر کېږي." هغه, استاد حبیب الله رفیع د افغانستان له نوموتو شاعرانو او لیکوالانو څخه ياد کړی چې خپل ژوند یې له کتاب او قلم سره تېر کړی دی. وروسته، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي؛ د علومو اکاډمۍ له مشرتابه څخه د يادې غونډې جوړولو په خاطر مننه کړې او ویلي یې دي: "د افغانانو په اړه خبرې کېدې چې دوی د مړو قدر کوي او د ژوندیو قدر ورسره نشته؛ نو هغوی اوس پوه شول چې له افغانانو سره هم د مړو قدر شته او هم خپل ژوندي استعدادونه ستایي او قدر یې کوي." هغه زياته کړې چې استاد حبیب الله رفیع د علمي ډګر په بېلابېلو برخو کې کوم خدمتونه چې ترسره کړي؛ دا په ډېر څه ارزي او بايد د دوی درنښت او اکرام وشي. مهاجر فراهي ژمنه کړې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت چمتو دی د استاد حبيب الله رفيع د ناچاپو اثارو د چاپ په برخه کې همکاري وکړي. دغه راز د کابل پوهنتون پخواني استاد اسماعیل یون په خپلو خبرو کې ویلي چې استاد حبیب الله رفیع پوره شپږ لسیزې کار وکړ او د هغه په راتګ کې اسلامي امارت او فرهنګیانو پوره هڅه وکړه. د غونډې په دوام، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو څانګې مشر داد محمد ناوک خبرې کړې او ويلي يې دي: "پخوانیو استادانو او پوهانو له ټکنالوژۍ او عصري امکاناتو پرته ډېر کار کړی، ان دا چې د یو فرد کار د اوسني عصر د یوې ادارې له کار سره برابر دی او نن چې څېړونکو ته د ټکنالوژۍ او عصري امکاناتو زمینه برابره ده؛ نو باید تر دې لا ډېر کار وکړي." د غونډې په پای کې، استاد حبیب الله رفیع د علومو اکاډمۍ له مشرتابه څخه مننه کړې او ټينګار يې کړی چې ځوانان باید د علم او پوهې د ډیوې په روښانه ساتلو کې زیات زیار وباسي او دا ډيوه مړه کېدو ته پرې نږدي.

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-07-14 19:22:46

Timeline

  1. Bakhtar

    د افغانستان د علومو اکاډمۍ د استاد حبیب الله رفیع د ښه راغلاست غونډه ترسره کړه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-14 16:49:37

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د استاد حبیب الله رفیع د ښه راغلاست غونډه ترسره کړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button