کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د برازیل په کوربهتوب په شپږ اړخیز ټورنمنټ کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللې ده. د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د برازیل، جاپان، اندونیزیا، پرو او کپورده هېوادونو فوټسال لوبډلې ګډون لري. سرچینه زیاتوي، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دغو سیالیو کې د جاپان او پیرو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي. یاد ریاست لیکلي، دغه سیالۍ د اکټوبر له ۱۲مې تر ۱۸مې نېټې پورې د برازیل د پارانا ایالت په «سائو ژوزه دوس پینهایس» ښار کې ترسره کېږي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په شپږاړخیز ټورنمنټ کې د ګډون لپاره برازیل ته تللې ده
سرچینې
Afghan sources
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په شپږاړخیز ټورنمنټ کې د ګډون لپاره برازیل ته تللې ده