زمونږ خبریال راپور راکړی یوې هراتۍ مېرمنې د تازه ګلانو په روزلو سره نورو مېرمنو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده که څه هم په افغاني ټولنه کې د تازه ګلانو روزنه او پالنه تر ډېره د نارینهوو پورې محدوده ده، خو اوس یو شمېر مېرمنو هم دې برخې ته مخه کړې او له دې لارې د خپلو کورنیو د اقتصادي ستونزو په هواري کې مرسته کوي. که څه هم په افغاني ټولنه کې د تازه ګلانو روزنه او پالنه تر ډېره د نارینهوو پورې محدوده ده، خو اوس یو شمېر مېرمنو هم دې برخې ته مخه کړې او له دې لارې د خپلو کورنیو د اقتصادي ستونزو په هواري کې مرسته کوي. نرګس محمدي هغه مېرمن ده چې پنځه کاله وړاندې یې د ګلابو کښت پیل کړ. هغه وایي، اوس یې د ګلانو بڼ ثمر ته رسېدلی او لس نورې مېرمنې هم ورسره په کار بوختې دي. د هغې په وینا، د کال په بېلابېلو فصلونو، په ځانګړې توګه په پسرلي کې، د ګلانو پلور زیات وي. مېرمن محمدي وایي، هغه نه یوازې د خپل د ګلانو د بڼ روزنه او پالنه کوي، بلکې نورو مېرمنو ته هم په دې برخه کې زدهکړې ورکوي، څو هغوی هم په راتلونکي کې په خپلواکه توګه کار پیل کړي. یو شمېر مېرمنې چې د ګلانو په روزنه او پالنه بوختې…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
د افغانستان د هرات یوې ښځې د نورو میرمنو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده
Sources
External sources
د افغانستان د هرات یوې ښځې د نورو میرمنو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده