KabulSportsافغانستاندری

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې له اوزبېکستان څخه ماته وخوړه — Pajhwok

در حال تکمیلSportsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-02 11:10:25🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال قبیله‌یي شپږم پړاو نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه اوزبېکستان ته وبایله. د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هېواد د وزلوبې ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د قبیله‌یي شپږم پړاو نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه ازبیکستان ته ۴ پر ۱ وبایلله. سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه سبا پنجشنبه له مغولستان سره تر سره کړي. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ د قرغیزستان په کوربه‌توب د دغه هېواد په پلازمېنه بیشکیک کې د ۱۰۶ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره کېږي. دغه سیالۍ د اګسټ په ۳۱مه پیل شوې او ټاکل شوې چې د سپټمبر تر ۷مې دوام وکړي. #وزلوبه #افغانستان #ورزش #ملي_لوبډله #Buzkashi #Afghanistan #Sports #NationalTeam

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-02 11:10:25

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې له اوزبېکستان څخه ماته وخوړه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-02 15:39:55

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې له اوزبېکستان څخه ماته وخوړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button