EconomyKabulافغانستاندری

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-17 09:13:01🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ کمیسیون په دویمه غونډه کې د ګډون په موخه، د بلاروس په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عطاءالله عمري د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ کمیسیون په دویمه غونډه کې د ګډون لپاره بلاروس ته تللی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند، مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو، امارتي شرکتونو او د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت استازي شامل دي. وزارت ویلي، ټاکل شوې افغان پلاوی د دغه سفر پر مهال له بلاروسي چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د نوو زمینو پر رامنځته کولو خبرې وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سفر او د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ کمیسیون ناسته به پنځه ورځې دوام وکړي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-17 09:13:01

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته ولاړ

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-17 13:40:56

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته ولاړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button