سرچینې لیکلي چې په دغو سیالیو کې راشدخان د کندهار واریرز لوبډلې، عظمتالله عمرزی د اکسل یونایټډ کابل، رحمانالله ګربز د ننګرهار، رحمت شاه د پکتیا لوبډلې او ابراهیم ځدراڼ به د بلخ لوبډلې لوبډلمشري کوي. د کرکټ بورډ زیاته کړې، په دغو سیالیو کې راوي بوپارا د کندهار واریرز، شېن مکدرمټ د اکسل یونایټډ کابل، ټوبي راډفورډ د ننګرهار، اظهر محمود د پکتیا او میکي آرتر د بلخ لوبډلې د مرکزي روزونکو په توګه ټاکل شوي دي. کرکټ بورډ له دې مخکې ویلي و چې د افغانستان د کرکټ شلاوریز غوره لیګ دویم پړاو سیالۍ به د روان ۲۰۲۶ کال په وروستیو کې ترسره شي. د یادونې ده، د افغانستان د کرکټ شلاوریز غوره لیګ لومړی پړاو په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوی و. #افغانستان_کرکټ #غوره_لیګ #راشد_خان #کرکټ_سیالۍ #AfghanistanCricket #APL2026 #RashidKhan #CricketLeague
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د افغانستان د کرکټ غوره لیګ؛ د پنځو لوبډلو لوبډلمشران او مرکزي روزونکي اعلان شول
منابع
Afghan sources
د افغانستان د کرکټ غوره لیګ؛ د پنځو لوبډلو لوبډلمشران او مرکزي روزونکي اعلان شول