Summary: د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ، د اوسپنې پټلۍ معینیت له ټولګټو وزارت څخه د مستقلې ادارې په توګه جلا او د همدې حکم پر اساس مولوي عبدالکریم فاتح چې مخکې یې د ټولګټو وزارت د تخنیکي معین په توګه دنده ترسره کوله؛ د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس په توګه ټاکل شوی او د دې ادارې کارکوونکو ته معرفي شوی دی. په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او یو شمېر نورو امارتي چارواکو او مسئولینو ګډون کړی و. د مراسمو په پیل کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور؛ د اوسپنې پټلۍ د استقلالیت او د یادې ادارې لپاره د نوی عمومي رئیس د ټاکنې اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله حکم لوستی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت یو بشپړ اسلامي نظام دی. هغه د ټولګټو وزارت او اوسپنې پټلۍ د اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې کړې او د ټولګټو وزارت تر چتر لاندې یې د اوسپنې پټلۍ ترسره شوې چارې او فعالیتونه ستایلي او د مستقلې ادارې په توګه یې د یادې برخې پر لا فعالیت هیله څرګنده کړې ده. وروسته، د ټولګټو وزیر د دغه وزارت په تخنیکي معینیت کې د مولوي عبدالکریم فاتح فعالیتونه ستایلي او په نوې دنده کې یې ورته د الله (ج) له دربار څخه د لا بریا هیله کړې ده. هغه د ټولګټو وزارت تر چتر لاندې د اوسپنې پټلۍ ترسره شویو فعالیتونو په اړه ویلي دي: "د ټولګټو وزارت تر چتر لاندې د نایب آباد سټېشن د څلورم او پنځم پورتونو ۷۵ کیلومتره پټلۍ فعاله شوې ده، د بلخ – هرات اوسپنې پټلۍ سروې هم په دې وخت کې ترسره شوې ده، دغه راز د تورغونډۍ – هرات، هرات – فراه، فراه – نیمروز، نیمروز – هلمند، هلمند – کندهار او له کندهار څخه تر سپین بولدک پورې د اوسپنې پټلۍ مسیر د سروې او ډیزاین چارې هم د دغه وزارت تر چتر لاندې ترسره شوې او له کندهاره تر کابل پورې د اوسپنې پټلۍ مسیر هم تعیین شوی دی." د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې نوي رئیس هم په خپلو خبرو کې، د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له باور څخه مننه او ژمنه یې کړې چې ورسپارل شوی مسئولیت به په پوره صداقت، ایماندارۍ او د اړوندو مراجعو په همغږۍ ترسره کړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې نوی رئیس معرفي شو