EnglishKabulSportsافغانستان

د افغانستان د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاپور ځدراڼ ومړ — Pajhwok

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-07 09:15:15🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ تایید کړې چې د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی. یاد بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو د ځدراڼ پر مړینه خواشیني ښودلې او لیکلي یې دي چې هغه د افغانستان کرکټ یو له بنسټ‌اېښودونکو و و چې ژمنتیا، تعهد او نه ستړې‌کېدونکو هلو ځلو یې په هېواد کې د دې لوبې په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی. خبرپاڼه کې راغلي: «شاپور جان د خپل ټول مسلک په اوږدو کې د افغانستان کرکټ ته په عزت، زړورتیا او ویاړ سره خدمت وکړ؛ د هغه هلې ځلې او لاسته‌راوړنې به تل د افغانستان د کرکټ د تاریخ یو مهم څپرکی پاتې شي او د ملي لوبډلې په خدمت کې د هغه هڅې به هیڅکله هم هېرې نه شي.» له شک پرته د لوبو له نړۍ ورهاخوا هم شاپور ځدراڼ د ډېری افغان ځوان لوبغاړو او په ټوله نړۍ کې د کرکټ مینه‌والو لپاره د الهام رښتینې سرچینه وه. د هغه د مبارزې روحیې، هوډ او له کرکټ لوبې سره مینې ډېرو ته هیلې او امیدونه ورکړل او یو نسل یې وهڅاوه څو لوی خوبونه وویني او د افغانستان د کرکټ پر راتلونکي باور ولري. د یادونې ده، شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې ناروغ او په هند کې تر درملنې…

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-07-07 09:15:15

Timeline

  1. Pajhwok

    د افغانستان د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاپور ځدراڼ ومړ

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-07 13:44:36

د افغانستان د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاپور ځدراڼ ومړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button