افغانستانامنیتپښتو

د افغانستان د کونسلي استازولیو شورا: د زور له لارې واکمني د خلکو… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-19 17:01:06🎙 راډیو واورئ

د افغانستان د سیاسي او کونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت ویلي، د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په اراده وټاکل شي. یادې شورا ټینګار کړی چې د زور، وېرې او محرومیت له لارې حکومت د خلکو د رضایت ځای نه شي نیولی. د اګست ۱۹مه هرکال د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په توګه نمانځل کېږي. په داسې حال کې چې طالبان د جګړې پای او امنیت د خپلې واکمنۍ له مهمو لاسته راوړنو بولي، د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار، تګ راتګ او عامه ژوند محدودیتونه، د بیان د ازادۍ او سیاسي مشارکت نشتوالی د دې پوښتنې زمینه برابروي چې د یوه هېواد خپلواکي یوازې له بهرني ځواک څخه خلاصون دی، که د وګړو د برخلیک ټاکلو حق هم د هغې برخه دی؟ دا پوښتنه په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو او نجونو د ژوند په اړه درنه ده. د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو او ښځې له پوهنتوني زده‌کړو منع دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۲،۴ میلیونه افغانې نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه تازه ارزونه کې ویلي چې شاوخوا نیمایي افغانې ښځې اوس…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-19 17:01:06

مهالوېش

  1. AF International

    د افغانستان د کونسلي استازولیو شورا: د زور له لارې واکمني د خلکو رضایت نه شي ترلاسه کولی

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-19 10:58:22

د افغانستان د کونسلي استازولیو شورا: د زور له لارې واکمني د خلکو رضایت نه شي ترلاسه کولی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button