KabulSportsافغانستاندری

د افغانستان د ۱۸ کلنو فوټسال ملي لوبډله نن شپه له ارجنټاین سره… — Pajhwok

در حال تکمیلSportsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-04 06:22:06🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د افغانستان د ۱۸ کلنو فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د داکار د ځوانانو د المپیک نړیوالو سیالیو په لړ کې نن شپه اته بجې د سینیګال په کوربه‌توب له ارجنټاین سره لوبه کوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه به نن شپه د افغانستان پر وخت اته بجې د سینیګال په کوربه‌توب ترسره شي. دا د ۲۰۲۶ کال د داکار د ځوانانو د المپیک نړیوالو سیالیو په لړ کې د هېواد د ۱۸ کلنو فوټسال ملي لوبډلې دویمه لوبه ده. د افغانستان د فوټسال لوبډله په دغو سیالیو کې له پاناما، ارجنټاین او سینیګال لوبډلو سره په یوه ګروپ کې ده. د یادونې ده، د افغانستان د ۱۸ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د دغو سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې د پاناما لوبډلې ته پنځه پر صفر ماتې ورکړې وه.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-04 06:22:06

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د افغانستان د ۱۸ کلنو فوټسال ملي لوبډله نن شپه له ارجنټاین سره لوبه کوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-04 10:50:53

د افغانستان د ۱۸ کلنو فوټسال ملي لوبډله نن شپه له ارجنټاین سره لوبه کوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button