کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله به د روانې اکټوبر میاشتې په ترڅ کې د بنګلهدېش او عمان لوبډلو پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي. د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هېواد د ۱۹ کلونو کرکټ ملي لوبډله به د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۰مه عمان ته سفر وکړي او هلته به د اکټوبر له ۱۳مې تر ۲۳مې نېټې پورې د بنګلهدېش پر وړاندې پنځه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي. سرچینه زیاتوي چې افغان ځوانان به د همدې میاشتې په ۲۷مه او ۳۰مه د عمان لوبډلې پر وړاندې هم دوه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي. کرکټ بورډ ویلي، دغه سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو کمعمره لوبغاړو د اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه ترسره کېږي، چې د نومبر میاشتې په لومړیو کې به په عمان کې پیل شي. په دغه نوملړ کې فرید ځدراڼ، سبحان علي، نعمان سالرزی، فیصل مبارز، طاهر سروري، عبیدالله عابد، حمزه علیخېل، امیر حمزه، سمیع مبارز، محمد علي، لطف الله، عبدالله همدرد، عمران محمدي او نور علي نیازي شامل دي. کرکټ بورډ لیکلي چې هیبت خان، حکمت الله او بلال سلیمانخېل په دغه نوملړ کې د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي. #افغانستان_کرکټ #د_نولس_کلنو_لوبډله #بنګله_دېش #عمان #AfghanistanCricket #U19Cricket #BangladeshCricket #OmanCricket
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله له بنګلهدېش او عمان سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کوي
سرچینې
Afghan sources
د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله له بنګلهدېش او عمان سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کوي