EnglishKabulSportsافغانستان

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل شپږ‌اړخیزو سیالیو کې دویم مقام ترلاسه… — Pajhwok

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-18 18:03:16🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل په شپږاړخیزو سیالیو کې د دغه هېواد د لوبډلې پر وړاندې په ماتې خوړلو سره دویم مقام ترلاسه کړ. د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه نن شپه ۸:۳۰ بجې ترسره شوه. برازیل وتوانېد چې افغانستان ته شپږ پر صفر ماتې ورکړي او د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي. د یادونې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې له جاپان سره د لوبې په مساوي پای ته رسولو او د پیرو او کېپ‌وېرد لوبډلو پر وړاندې بریا سره د دغو سیالیو پایلوبې ته لار موندلې وه. په دغو سیالیو کې د افغانستان، برازیل، جاپان، اندونیزیا، پیرو او کېپ‌وېرد ملي لوبډلو ګډون کړی و.

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-10-18 18:03:16

Timeline

  1. Pajhwok

    د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل شپږ‌اړخیزو سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړ

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-18 22:32:38

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل شپږ‌اړخیزو سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button