EnglishKabulSportsافغانستان

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټسال لوبډله سېنېګال ته ولاړه — Bakhtar

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-23 19:32:12🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټسال لوبډله د تمریناتي کمپ له پای ته رسېدو وروسته، د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو د نړۍوالو المپیکي لوبو د فوټسال سیالیو د ګډون په موخه د سېنېګال پلازمېنې ډاکار ته ولاړه. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان لوبډلې لوبغاړو د خپل روزونکي بهروز جعفري تر لارښوونې لاندې، د اکتوبر له پنځمې نېټې راهیسې په کابل او تهران کې د دغو سیالیو لپاره د چمتووالي تمرینونه ترسره کړي دي. افغانستان په داسې حال کې په دغو نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې په بحرین کې د اسیايي ځوانانو لوبو د فوټسال اتلولي ګټلې وه. د اعلان شوي مهالوېش له مخې، د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو د نړۍوالو المپیکي لوبو د فوټسال سیالۍ به د نومبر له لومړۍ تر ۱۲مې نېټې پورې په سېنېګال کې ترسره شي. ټاکل شوې ده، چې د افغانستان لوبډله به د ګروپي پړاو په سیالیو کې د پاناما، ارجنټاین او کوربه هېواد سېنېګال له لوبډلو سره سیالي وکړي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-10-23 19:32:12

Timeline

  1. Bakhtar

    د افغانستان له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټسال لوبډله سېنېګال ته ولاړه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-23 11:01:14

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټسال لوبډله سېنېګال ته ولاړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button