KabulSportsافغانستانپښتو

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ لوبډله نن له بنګله‌دېش سره لوبه… — Pajhwok

روان خبرSportsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-17 04:48:23🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله د څلورو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن له بنګله‌دېش سره لومړۍ لوبه ترسره کوي. د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د هېواد له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله د څلورو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې نن د بنګله‌دېش پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي. کرکټ بورډ ویلي چې دغه لوبه د افغانستان پر وخت سهار لس بجې په عمان کې ترسره کېږي. افغان لوبډله به له بنګله‌دېش سره له څلورو یو ورځنیو لوبو وروسته د عمان له لوبډلې سره دوه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي. کرکټ بورډ له دې مخکې ویلي، دغه سیالۍ د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبغاړو د اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه ترسره کېږي. د یادونې ده، افغان لوبډله به له دغو سیالیو وروسته د ۱۹ کلنو ځوانانو د اسیا جام په سیالیو کې ګډون وکړي. ټاکل شوې دغه سیالۍ د نومبر په پنځمه په عمان کې پیل شي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-10-17 04:48:23

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ لوبډله نن له بنګله‌دېش سره لوبه کوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-17 09:18:02

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ لوبډله نن له بنګله‌دېش سره لوبه کوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button