Sportsافغانستاندریغور

د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډله د بنګله‌ دېش او… — Bakhtar

در حال تکمیلSportsغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-05 05:48:00🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډله د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه له بنګله‌ دېش او عمان سره اووه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي. د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې افغان لوبډله د اکټوبر په ۱۰مه عمان ته سفر وکړي او د بنګله ‌دېش له ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې سره د اکټوبر له ۱۳مې تر ۲۳مې نېټې پورې پنځه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.له دې لوبلړۍ وروسته به افغان لوبډله د عمان له ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې سره د اکټوبر په ۲۷مه او ۳۰مه دوه یو ورځنۍ سیالۍ هم ترسره کړي.د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د دغو سیالیو لپاره د ۱۹ کلونو کم عمره افغان لوبډله هم اعلان کړې، چې سهیل خان یې لوبډلمشر ټاکل شوی دی. په اصلي نوملړ کې ۱۵ لوبغاړي شامل دي او درې نور لوبغاړي د احتیاطي لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي.د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د اسیا د کرکټ شورا د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلونو کم عمره اسیا جام سیالیو ته د افغان لوبډلې د چمتووالي په موخه ترسره کېږي او ټاکل شوې د نومبر په لومړیو کې پیل شي.

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-05 05:48:00

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډله د بنګله‌ دېش او عمان لوبډلو سره سیالۍ کوي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-05 05:33:00

د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډله د بنګله‌ دېش او عمان لوبډلو سره سیالۍ کوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button