کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان له ۲۰ کلنو کمعمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام مقدماتي سیالیو په لړ کې نن له تاجکستان سره خپله دویمه لوبه کوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه لوبه نن پنجشنبې د ماښام شپږنیمې بجې په بحرین کې ترسره کېږي. د افغانستان له ۲۰ کلنو کمعمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام مقدماتي سیالیو کې له اردن، تاجکستان او بحرین سره په یوه ګروپ کې لوبېږي. د یادونې ده، افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه اردن ته بایللې ده.
Quick facts
LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-09-03 05:17:02
Timeline
-
Pajhwok
د افغانستان له ۲۰ کلنو کمعمره د فوټبال ملي لوبډله نن له تاجکستان سره لوبه کوي
Sources
Afghan sources
PajhwokPS
2026-09-03 09:41:09
د افغانستان له ۲۰ کلنو کمعمره د فوټبال ملي لوبډله نن له تاجکستان سره لوبه کوي