کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان له ۲۰ کلنو کمعمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال اسیا جام مقدماتي سیالیو په لړ کې نن له بحرین سره خپله درېیمه لوبه کوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه لوبه نن یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې لس بجې په بحرین کې ترسره کېږي. د افغانستان له ۲۰ کلنو کمعمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام مقدماتي سیالیو کې له اردن، تاجکستان او بحرین سره په یوه ګروپ کې لوبېږي. د یادونې ده، افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه اردن ته او دویمه لوبه یې تاجکستان ته بایللې دي.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-09-06 09:58:22
مهالوېش
-
Pajhwok
د افغانستان له ۲۰ کلنو کمعمره د فوټبال ملي لوبډله نن له بحرین سره لوبه کوي
سرچینې
Afghan sources
PajhwokPS
2026-09-06 14:25:05
د افغانستان له ۲۰ کلنو کمعمره د فوټبال ملي لوبډله نن له بحرین سره لوبه کوي