کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د ۲۰ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام مقدماتي سیالیو په لړ کې نن له اردن سره خپله لومړۍ لوبه کوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې دغه لوبه به نن «دوشنبه» د ماښام په شپږ نیمو بجو په بحرین کې ترسره شي. د افغانستان د ۲۰ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام مقدماتي سیالیو کې له اردن، تاجیکستان او بحرین سره په یوه ګروپ کې لوبېږي. د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، افغانستان به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د وږي په ۱۲مه له تاجیکستان سره او درېیمه لوبه به د وږي په ۱۵مه له بحرین سره ترسره کړي.
Quick facts
LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-08-31 05:39:42
Timeline
-
Pajhwok
د افغانستان له ۲۰ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډله نن له اردن سره لوبه کوي
Sources
Afghan sources
PajhwokPS
2026-08-31 10:08:31
د افغانستان له ۲۰ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډله نن له اردن سره لوبه کوي