د بشري حقونو د څار سازمان د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کي ويلي دي چي د جرمونو نړیوالي محکمې دغه پرېکړه، چي د تېري پنجشنبې په ورځ سوې، عدالت ته د قربانیانو د لاس رسي لاره بندوي. دغه محکمه چي مرکز یې د هالنډ په لاهه ښار کي دی، پرېکړه کړې ده چي د هغو جنګي جرمونو په اړه څېړني ودروي چي امریکايي سرتېري، د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي آی آې) کارکوونکي او د افغانستان د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه پرې تورن دي. قاضیانو ویلي دي چي په دې برخه کي د څېړنيزو فعالیتونو نشتوالی او د څارنوالۍ له لوري د نورو اقداماتو له پاره لږ امکانات د دې پرېکړې اصلي لاملونه دي. خو څارنوالۍ د جمعې په ورځ د دې پرېکړې پر ضد د استیناف غوښتنه کړې ده. اړونده موضوع: د جرمونو نړيوالي محکمې په افغانستان کي د جنګي جرمونو د څېړلو اجازه ورکړه د هغو جرمونو په اړه جلا پلټني لا هم رواني دي چي طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته کړي دي. دغي محکمې څه موده مخکي د طالبانو د څلور مشرانو د نيولو حکم صادر کړ. دغه پلټني له ۲۰۲۱ کال راهیسي ځنډول سوي دي، خو دغه محکمه د امريکا متحده ايالاتو تر سختو نيوکو لاندي ده. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د يادي محکمې پر څارنوالو، قاضيانو او کارکوونکو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Dw
د افغانستان په اړه د جرمونو نړیوالي محکمي د پلټنو درولو پر پرېکړي د بشري حقونو فعالانو نيوکي
سرچینې
External sources
د افغانستان په اړه د جرمونو نړیوالي محکمي د پلټنو درولو پر پرېکړي د بشري حقونو فعالانو نيوکي