د افغانستان د د ننګرهار د قومونو او قبایلو چارو ریاست چارواکي وایي، په تېرو پنځو کلونو کې یې زرګونه قومي او کورنۍ دښمنۍ هوارې کړې دي. زمونږخبریال راپور راکړی،د افغانستان د ننګرهار د قومونو او قبایلو چارو رئیس، حافظ رحمتالله غازيعمر، وایي، په تېرو پنځو کلونو کې یې د قومي مخورو په مرسته او ملاتړ د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې له دوه زرو ډېرې قومي او کورنۍ دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړې او د لا ډېرې مرګژوبلې د اوښتو مخه یې نیولې ده. د ننګرهار د قومونو او قبایلو چارو ریاست چارواکي وایي، په تېرو پنځو کلونو کې یې زرګونه قومي او کورنۍ دښمنۍ هوارې کړې دي. د چارواکو په وینا، په دغو دښمنیو کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه. حافظ رحمتالله غازيعمر وایي، په دې کې داسې دښمنۍ هم وې چې له څو نسلونو راهیسې یو بل ته په میراث پاتې شوې وې. هغه وایي، هڅه کوي چې په دې ولایت کې د قومي او کورنیو دښمنیو ټغر ورټول او په دښمنیو کې ښکېل کسان د ورورۍ په فضا کې ژوند وکړي. تازه د ننګرهار د قومونو او قبایلو چارو ریاست او قومي مخورو په مرسته د دې ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې یوه اویا کلنه کورنۍ دښمني هم هواره اوپه دوستۍ بدله شوې ده. په دې دښمنۍ کې د دواړو لوریو لس کسان وژل…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
د افغانستان په ختیځي ولایتونو کې په تیرو څوکلونو کې په زرګونو دښمنۍ په ورورولۍ بدلې شوي دي
Sources
External sources
د افغانستان په ختیځي ولایتونو کې په تیرو څوکلونو کې په زرګونو دښمنۍ په ورورولۍ بدلې شوي دي