د بېپولې ډاکټرانو سازمان وایي، د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې د سختې خوارځواکۍ له امله روغتونونو ته د لېږدول شویو ماشومانو شمېر په بېساري ډول زیات شوی او ډېری ماشومان روغتیايي مرکزونو ته په داسې حال کې رسېږي چې ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ وي. د دغه سرچینو په وینا؛ مخالفو ځواکونو د ولسوالۍ له مرکز څخه وسلې، مهمات او تجهیزات هم له ځان سره وړي دي. د یفتل پایین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له دې پېښې وروسته د طالبانو چورلکې د یفتل پایین ولسوالۍ پر فضا ګزمه کوي. طالبانو لاتر اوسه د دغه خبر په اړه څه نهدي ویلي. بدخشان په وروستیو کلونو کې د کانونو په ځانګړي ډول د سرو زرو او ګران بیه ډبرو د کنټرول او کېندنې پر سر څو ځله د تاوتریخوالي او نښتو شاهد و. طالبان هڅه کوي، چې پر دغه کاني سرچینو مستقیم کنټرول ترلاسه کړي؛ خو دغه تګلاره د سیمې د یوشمېر اوسېدونکو له مخالفت سره مخ شوې ده. د سیمې اوسېدونکي وایي، کانونه د ځایي خلکو شتمني ده او طالبان تورنوي چې غواړي دغه سرچینې تر خپل کنټرول لاندې راولي او په خپله ګټه یې استخراج کړي. تر تورخم پورې رسېدل او له هغه ځایه د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته تګ څو ساعته او ځینې وختونه ټوله ورځ وخت نیسي، چې له امله یې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د افغانستان په سوېل کې د سختې خوارځواکۍ له امله د بستر شویو ماشومانو شمېر په بېساري ډول زیات شوی
منابع
Afghan sources
د افغانستان په سوېل کې د سختې خوارځواکۍ له امله د بستر شویو ماشومانو شمېر په بېساري ډول زیات شوی