Englishافغانستانامنیتتخار

د افغانستان په شمال کې د سرو زرو د کان نړېدو پنځه کان… — Dw

DevelopingSecurityتخار1 SourcesUpdated: 2026-10-04 07:55:29🎙 Listen to radio

د افغانستان په شمال کې پروت په تخار ولایت کې د سرو زرو د یوه کان د نړیدو له امله پنځه کان ‌کیندونکي وژل شوي دي. ځايي طالب چارواکو د شنبې په ورځ ویلي چې پېښه د تخار ولایت د چاه ‌آب ولسوالۍ په شاه مستن سیمه کې شوې ده. د افغانستان په تخار ولایت کې د سرو زرو د یوه کان د نړیدو پیښه کې د ځايي چارواکو په خبره پنځه کسان وژل شوي دي. په تخار کې د طالبانو حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند، قاري نقیب ‌الله مسرور، ویلي چې د کان د نړیدو په اړه نور جزئیات په اوس وخت کې نه لري. د نقیب الله په وینا، د روانې اوونۍ په لومړیو کې د همدې ولسوالۍ په سمتي سیمه کې د سرو زرو په یوه بل کان کې لس کان‌ کیندونکي هم تر دوو ورځو د نړیدلې معدن په سیمه کې بند پاتې وو چې وروسته ژغورل شوي دي. لا څرګنده نه ده چې هغوی په څه ډول په کان کې بند پاتې شوي وو. په افغانستان کې، چې د اوسپنې، مسو، سرب، جست، سرو زرو، سکرو او قیمتي ډبرو په ګډون د بېلابېلو طبیعي زیرمو لرونکی غني هیواد دی، وخت نا وخت ترې د کانونو د نړیدو او له کبله یې د تلفاتو راپورونه ورکول کیږي.

Quick facts

Locationتخار
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-04 07:55:29

Timeline

  1. Dw

    د افغانستان په شمال کې د سرو زرو د کان نړېدو پنځه کان ‌کیندونکي وژلي

Sources

External sources

DwPS
2026-10-04 07:49:17

د افغانستان په شمال کې د سرو زرو د کان نړېدو پنځه کان ‌کیندونکي وژلي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button