ځاي افغان چارواکي وایي، د دې بندونو په جوړیدو سره به د کرهڼیزو ځمکو د ویجاړیدو مخنیوي تر څنګ لسګونه هیکټره زمکه خړوبه شي. زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکوي،پر دغې پروژې به، چې د ننګرهارولایت په سپین غر ولسوالۍ کې پلې کیږي او په کې د بارانی اوسیلابي اوبو د زیرمه کولو دیارلس بندونه او پر پنځه جریبه ځمکه د شل زره میوه لرونکوبوټو کینولو چارې شاملې دي نږدې دوه میلیونه ډالر چې د نړیوالې ټولنې له لورې ورکول کیږي ولګول شي. د افغانستان د طالبانو حکومت د اوبو اوانرژۍ وزیر ملامحمد یونس اخندزاده د دې پروژې د پرانستې په مراسمو کې وویل، په هیواد کې موجودو زیرمو ته په پام سره هڅه داده، چې هیواد د بریښنا تولید له پلوه د ځان بسیاینې پر لور ګړندي ګامونه واخلي. هغه وویل، مونږ دومره زیرمې لرو چې د هیواد ګوټ ګوټ او هر کورته بریښنا رسولای شو. د پرانستې دې مراسمو ته د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکتر عبدالطیف نظری وویل، په هېواد کې د سراسري امنیت د ټینګیدو له امله ګڼې رغاونیزې پروژې روانې دي، چې تر ډیره پکې بې روزګاره خلکوته د کار کولو زمینه برابره شوی ده . هغه وویل د حکومت هڅه داده، چې لیرې پرتواو لږې پراختیا لرونکو سیمو ته ډیره پاملرنه وشي. د دې پروژې د پلې کیدو مسول انجنیر دیدارمشتاق وايي،…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
د افغانستان په ننګرهارکې د باراني او سیلابي اوبو د زیرمه کولوډیمونه جوړیږي
منابع
External sources
د افغانستان په ننګرهارکې د باراني او سیلابي اوبو د زیرمه کولوډیمونه جوړیږي