د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ریاست د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ځینو سیمو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی. په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د ۱۰ تر ۳۰ میلیمټره باران اټکل شوی دی. اڅکزي کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لهخوا رابلل شوې جرګې ته د وینا پرمهال وویل، کله چې په یوه سیمه کې امنیتي وضعیت خراب شي، د خلکو ژوند او مال له ګواښ سره مخ شي او ستونزې زیاتې شي پښتانه د خپلو ستونزو د حل لپاره جرګې جوړوي.هغه وویل، د یادې جرګې موخه د سیاسي ګوندونو غونډه نه بلکې د پښتنو او په پښتونخوا کې د مېشتو ولسونو د ستونزو په اړه د خلکو ترمنځ ګډ بحث او د حل لارې موندل دي.نوموړي ټینګار وکړ، چې سیاسي ګوندونه خپل ځانګړی اهمیت لري خو د سیمې ولسونه له کلونو راهیسې د ناامنۍ، وژنو، بېځایه کېدو او نورو ستونزو سره مخ دي او د هغوی د ستونزو د بیان لپاره د ولسونو ګډه جرګه اړینه ده.هغه وویل، افغانستان په تېرو لسیزو کې د نړۍوالو او سیمهییزو قدرتونو د سیالیو په ډګر بدل شوی او د روسیې، امریکا او نورو هېوادونو د جګړو له امله د افغانانو ژوند او هېواد ته درانه زیانونه اوښتي دي.د پښتونخوا ملي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د افغانستان په ۵ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او نیزونو خبرداری ورکړل شوی
سرچینې
Afghan sources
د افغانستان په ۵ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او نیزونو خبرداری ورکړل شوی