DevelopmentEnglishافغانستان

د افغانستان کرکټ لوبډلې په لومړۍ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه — Bakhtar

DevelopingDevelopment1 SourcesUpdated: 2026-10-20 07:12:16🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان د کرکټ لوبډلې د درې اړخیز جام په لومړۍ یو ورځنۍ نړۍواله لوبه کې د زمبابوې ملي لوبډلې ته د ۱۵۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ‌ وهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۴ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۹۵ منډو هدف وټاکه.د افغانستان له لوري صدیق‌الله اتل ۱۰۲ او ابراهیم ځدراڼ ۹۰ منډې جوړې کړې. د زمبابوې په توپ‌اچوونکو کې براد ایونز او ارنست ماسوکو هر یوه درې وېکټې ترلاسه کړې.د زمبابوې لوبډلې د هدف د ترلاسه کولو لپاره په دویمه پاڼۍ کې توپ‌وهنه پیل کړه؛ خو د افغان توپ‌اچوونکو د ښې لوبې له امله یې ټوله لوبډله په ۳۸.۴ اورونو کې د ۱۳۶ منډو په جوړولو راټوله کړه.د زمبابوې لوبډل مشر سکندر رضا ۴۸ منډې وکړې. د افغانستان له لوري راشد خان څلور او فضل‌الحق فاروقي دوه وېکټې ترلاسه کړې.د یادونې وړ ده، چې د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ملي لوبډلې د درې اړخیزو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په دې پړاو کې ګډون لري.

Quick facts

TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-10-20 07:12:16

Timeline

  1. Bakhtar

    د افغانستان کرکټ لوبډلې په لومړۍ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-20 04:52:10

د افغانستان کرکټ لوبډلې په لومړۍ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button