KabulSportsافغانستاندری

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درې‌اړخیزه سیالیو پایلوبه کې زمبابوې ته ماته… — Pajhwok

در حال تکمیلSportsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-23 18:02:16🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) _ د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو نړۍوالو درې‌اړخیزه سیالیو په پایلوبه کې افغان لوبډلې زمبابوې ته د ٧ وېکټو په توپیر ماته ورکړه او د دغو لوبو اتلولي یې وګټله. د افغانستان او زمبابوې ترمنځ پایلوبه د متحده عربي اماراتو په شارجې کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د یادې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې وګټله او لومړۍ یې توپوهنه ترسره کړه چې په ٤٣.٣ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٦٩ منډې وکړې. د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې راشد خان درې، فضل الحق فاروقي، محمد نبي او بلال سمیع د زمبابوې دوه دوه لوبغاړي وسوځول. افغان لوبډلې ورکړل شوې هدف په ٣٥م اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د ٧ وېکټو په توپیر یې زمبابوې ته ماتې ورکړه او د دغو لوبو اتلولي یې وګټله. د افغانستان له لوري په توپوهنه کې ابراهیم ځدراڼ ٧٠، رحمت شاه ٤٣ او رحمان الله ګربز ٣٦ منډې وکړې. د یادونې ده، دغه درې اړخیزه لوبلړۍ په متحده عربي امارتو کې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره شوه.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-23 18:02:16

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درې‌اړخیزه سیالیو پایلوبه کې زمبابوې ته ماته ورکړه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-23 22:30:26

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درې‌اړخیزه سیالیو پایلوبه کې زمبابوې ته ماته ورکړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button