Politicsافغانستانپښتو

افغاني سره میاشت: ۴۶ افغان ماشومان له درملنې وروسته له جرمني راستانه او… — AF International

روان خبرPolitics1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-04 10:47:05🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغاني سرې مياشتې ټولنې په مرسته، د المان سولې کلي خيريه بنسټ له لوري نن هغه ۴۶ ناروغ ماشومان چې په المان کې يې درملنه شوې ده هېواد ته راستانه او کورنيو ته يې وسپارل شول. ورته مهال، ۷۹ نور ناروغ ماشومان د وړیا درملنې په موخه المان ته ولېږدول شول.د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې عمومي رئیس شیخ الحديث شهاب الدين دلاور، د افغان ماشومانو د درملنې په خاطر؛ د المان له حکومت او سولې کلي خيريه بنسټ څخه مننه وکړه.شيخ شهاب الدين دلاور وويل: "د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرسته او همکارۍ، تر اوسه پورې په المان کې د ۵۰۳۰ افغان ماشومانو درملنه شوې ده. په تېره دوره کې ۱۲۰ ناروغ ماشومان المان ته ولېږدول شول چې له دې جملې څخه ۴۶ تنه یې له درملنې وروسته؛ نن هېواد ته راستانه او کورنیو ته یې وسپارل شول او نور یې تر درملنې لاندې دي. همدا رنګه ۷۹ نور ماشومان د درملنې په موخه المان ته ولېږدول شول."د هغه په وینا، اوسمهال ټولټال ۱۵۳ افغان ماشومان په المان کې تر درملنې لاندې دي.شیخ دلاور، په بېلابېلو برخو کې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د خیریه بنسټونو د مرستو او همکاریو د هرکلي ترڅنګ؛ ډاډ ورکړ چې د هغوی مرستې به په بشپړې روڼتیا، تر اړمنو او بېوزلو افغانانو پورې ورسول شي.دغه راز د المان سولې کلي استازي «ین» په خپلو خبرو کې وویل: "نن د خوښۍ ورځ ده چې ۴۶ افغان ماشومان په جرمني کې له درملنې وروسته، خپل هېواد ته راستانه او بېرته له خپلو کورینو سره یوځای شول. دغو ماشومانو ځینو یې یو کال، ځینو یې دوه کلونه او ځینو یې درې کلونه یعنې د خپلو ناروغیو په نسبت؛ په المان کې تېر کړل او په اعلی درجه یې درملنه شوې ده."هغه، المان ته د ناروغو ماشومانو د انتقال په بهیر کې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د هر اړخیزې همکارۍ ستاینه او ژمنه یې وکړه چې د افغان ماشومانو د درملنې په لاره کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.جواد الله او سلام الدین چې له درملنې وروسته هېواد ته راستانه شوي دي، له باختر اژانس سره په خبرو کې؛ د افغان ماشومانو د درملنې په خاطر، له افغاني سرې میاشتې ټولنې او د سولې کلي خیریه بنسټ څخه د مننې ترڅنګ؛ د دې پروسې د دوام غوښتنه وکړه.هېره دې نه وي چې المان ته هغه افغان ماشومان لېږدول کېږي چې د سوري زړه او د هډوکو د سختې سوزېدنې په ناروغیو اخته او د هېواد په دننه کې یی درملنه ناشونې وي.

لنډ معلومات

موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-11-04 10:47:05

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د افغاني سرې مياشتې ټولنې په مرسته؛ ۴۶ ماشومان له درملنې وروسته هېواد ته راستانه او ۷۹ نور ماشومان د درملنې په موخه المان ته ولېږدول شول

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-04 10:17:34

د افغاني سرې مياشتې ټولنې په مرسته؛ ۴۶ ماشومان له درملنې وروسته هېواد ته راستانه او ۷۹ نور ماشومان د درملنې په موخه المان ته ولېږدول شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button