د مشهور افغان سندرغاړي وحید صابري مړی، چې پنځه ورځې وړاندې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې مړ شو، د هغه د کورنۍ په غوښتنه کابل ته لېږدول کېږي او هملته به یې خاورو ته وسپاري. د ښاغلي صابري د جنازې لمونځ د چهارشنبې په ورځ، (لیندۍ) په ۲۴مه په تاشکند کې ترسره شو، چې پکې په ازبکستان کې مېشتو سلګونه افغانانو، یو شمېر سندرغاړو، کلتوري فعالانو او مشهورو افغان څېرو ګډون کړی و.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-11-26 00:28:18
مهالوېش
-
Bbc
د افغان سندرغاړي وحید صابري جنازه کابل ته لېږدول کېږي