EconomyKabulافغانستاندری

د افغان سوداګرو ۵۰ کسیز پلاوی په یوه نړۍوال نندارتون کې د ګډون… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-15 06:27:07🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د دې خونې د ټولنیزو او فرهنګي چارو د مرستیال په مشرۍ د افغان سوداګرو ۵۰ کسیز پلاوی په یوه نړۍوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون په موخه اندونیزیا ته تللی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد پلاوی د دې خونې د ټولنیزو او فرهنګي چارو د مرستیال مولوي حبیب‌الله عمر په مشرۍ د انډونیزیا پلازمېنې جاکارتا ښار ته رسېدلی، څو د دغه هېواد په نړۍوال نندارتون کې ګډون وکړي. یادې خونې زیاته کړې چې دغه سفر د افغانستان د سوداګریزو محصولاتو او د پانګونې فرصتونو معرفي کولو، د سیمه‌ییزو او نړۍوالو بازارونو په اړه د معلوماتو د تبادلې او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا لپاره د مناسبو لارو چارو موندلو په موخه ترسره کېږي. سرچینې زیاته کړې، ټاکل شوې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوی به د نندارتون په څنډه کې له اندونیزیایي سوداګرو او پانګه‌والو سره هم لیدنې وکړي. د سوداګرۍ خونه وايي چې په دغو لیدنو کې به د خونې استازي په افغانستان کې د شته سوداګرۍ او پانګونې برخو فرصتونه، د بېلابېلو اقتصادي سکټورونو ظرفیتونه او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا زمینې معرفي کړي او اندونیزیایي سوداګر او پانګه‌وال به وهڅوي، څو په افغانستان کې…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-15 06:27:07

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د افغان سوداګرو ۵۰ کسیز پلاوی په یوه نړۍوال نندارتون کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته تللی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-15 10:56:24

د افغان سوداګرو ۵۰ کسیز پلاوی په یوه نړۍوال نندارتون کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته تللی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button