د امریکا په واشنګټن ډي سي کې د یوریشیا علمي او څېړنیز مرکز مشهورې افغانې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې ته یو معتبر جایزه ورکړې ده. دا جایزه د افغان نجونو او ښځو د بنسټیزو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د هغې د اوږدمهاله هنري مبارزې او هلو ځلو د ستاینې په موخه وړاندې شوې ده. د دغه مرکز له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې مراسمو کې د یوریشیا مرکز د مشر ډاکټر جوزف جانکو او مرستیال ډاکټر رالف ویني ترڅنګ، د امریکا د کانګرس کارکوونکو او په لسګونو علمي او ټولنیزو شخصیتونو ګډون کړی و. ګډونوالو د افغانستان د ټولنې په ویښتابه او د ښځو د غږ په پورته کولو کې د هنر او موسیقۍ رول خورا مهم او اغېزناک وباله. د ایوارډ د سپارلو پر مهال د یوریشیا مرکز د انرژۍ او منرالونو د برخې مسوول ډاکټر هارون حکیمي په افغانستان کې د روان ناوړه وضعیت او په ځانګړې توګه د مېرمنو او نجونو پر حقونو او د زدهکړو پر لګول شویو محدودیتونو هر اړخیزې خبرې وکړې. هغه د مېرمن نغمې او نورو افغان مبارزو مېرمنو هڅې وستایلې او څرګنده یې کړه چې د نغمې هنري هڅو د افغان مېرمنو د محرومیتونو غږ نړۍ ته رسولی دی. په دغو مراسمو کې مېرمن نغمې د غونډې له ټولو برخه والو او نړیوالې ټولنې په کلکه وغوښتل،…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د افغان ښځو د حقونو په ملاتړ؛ یوریشیا مرکز سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې ته جایزه ورکړه
سرچینې
Afghan sources
د افغان ښځو د حقونو په ملاتړ؛ یوریشیا مرکز سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې ته جایزه ورکړه